د ۱۶ حوزې نښته د پنځو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې، د کابل په ګلبهار ټاور کې نښته چې سهار ۸:۳۰ بجې پیل شوې وه د ټولو حمله کوونکو په وژنې سره پای ته ورسېده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ له دغې حملې څخه ۹۳ ټپیان کابل روغتنونو ته انتقال شوي.