د کرکټ په نړیوال جام کې کوربه انګلستان هند ته ماتې ورکړه او په څلورو مخکښو ټیمونو کې يې ځاى پيدا کړ.
انګلستان په پرونۍ لوبه کې چې په برمنګهم ښار کې وشوه، د هند لپاره د ۳۳۸ منډو هدف ورکړ.
هندي لوبغاړو یوازې ۳۰۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۳۱ منډو په توپیر بایلوده.
هند دوه نورې لوبې هم لري چې وکولای شي د څلورو غوره لوبډلو په کتار کې خپل موقف تضمين کړي.
د هند ماتې د پاکستان او بنګلهدیش ټیمونو د مخکې تګ مخه هم تر یوې اندازې ډب کړې ده، ځکه پاکستان په نهو امتیازونو مخکې څلورم ځای خپل کړی و او اوس له انګلستانه په یوه کم امتیاز پنځم مقام ته ټيټ شو.
تمه ده نن د سریلانکا او ویسټ انډیز ټیمونه په نړیوال جام کې سره مخ شي.
د دوی لوبه د انګلستان د چيستر لي سيتريت په لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيلېږي.
د افغانستان ټیم په نړیوال جام کې اته پرلهپسې لوبې بایللي او یوه وروستۍ مسابقه یې راتلونکې پنجشنبه له ویسټ انډیز سره پاتې ده.