د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۸۰۰ بې سرپرسته ماشومانو لپاره په بېلابېلو برخو کې له خصوصي موسسو سره چې د ماشومانو د روزنې په برخه کې کار کوي، هوکړې لاسلیک کړې.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال یوازې د دغه وزارت په چوکاټ کې په رسمي دولتي او خصوصي روزنتونونو کې لس زره افغان بې سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي.

ارشیف، د یوه افغان ماشوم انځور
د دغه وزارت په خبره، دا مهال په ټول هېواد کې شااوخوا۶۰ د بې سرپرستو ماشومانو روزنتونونه موجود دي چې ۲۷یې دولتي او پاتې نور خصوصي دي.
د شنبې په ورځ د افغانستان د کار او ټولنیز چار وزارت له ۱۳ هغو خصوصي موسسو سره په بېلابېلو برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل چې د ماشومانو د روزنې په برخه کې کار کوي.
د دغه وزارت سرپرست وزیر سید انور سادات وویل چې د دې هوکړو له مخې به د دولت له لوري په منظم ډول مستحق ماشومان معرفي شي چې د یادو موسسو له لوري ورته خدمتونه وړاندې شي.
ده زیاته کړه: د دغو هوکړه لیکونو اساسي هدف دا دی چې دولت چې کوم طرز العمل جوړ کړی، د هغه له مخې متسحق ماشومان چې بې سرپرسته دي او د وزارت له لوري تثبیتېږي، موسسو ته یې ورمعرفي کړو چې د دوی لپاره ځانکړې شوې بودجه په همغږۍ او یو ډول مصرف شي.
ښاغلی سادات وایي چې په راتلونکي کې به د ماشومانو د برخې له نورو روزنتونو سره به هم ورته هوکړې وکړي.
لس کلن رحمت د کابل ښار پر واټونو د سپیلني لوګي کولو له لارې د خپلې کورنۍ رزق ګټي.
دی وایي، پرته له ده یې په کورنۍ کې د کاروبار بل څوک نشته.
رحمت د ژوند له کړاونو د وتلو په خاطر له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او وایي: زه سپندي کوم، نور مو کور کې څوک نشته چې کار وکړي، د پلار پښه مې نشته، څوک یې په کار کې نه نیسي، له دولته غواړم چې راسره مرسته وکړي چې زه ښوونځي ته لاړ شم.

ارشیف، افغان ماشومان
رحمت یوازنی افغان ماشوم نه دی چې د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي، بلکې د ده په شان سلګونه نور افغان ماشومان هم د ماشومتوب ښه ژوند نه لري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت معلوماتو له مخې په دغو خدمتونو کې بې سرپرسته ماشومانو زده کړه، ورزش، د بانکي اکونټونو پرانیستل او نور خدمتونه شامل دي.
خو د ماشومانو د برخې فعال او د اسرا یتيم پالنې مشر مجیب لحاظ وايي، دولت باید د بې سرپرستو ماشومانو لپاره د یوې غورې تګلارې له مخې دایمې کار وکړي او د تعلیم تر څنګ د دوی تربیې او راتلونکي اقتصادي برخلیک ته هم متوجې واوسي.