نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټيمونه د سیالۍ ډګر ته ځي

د کرکټ افغان لوبډله د چمتووالي په حال کې

د کرکټ د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټيمونه په خپلو کې مسابقه کوي.

د انګلستان په ليډز لوبغالي کې به دواړه ټيمونه د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو خپله مسابقه پيلوي.

له انګلستانه د کرکټ بورډ رئيس عزيز الله فضلي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه ده، دواړو لوبډلو پوره چمتووالى نيولى، هيله مند يوو چې د افغانستان لوبډله به د پاکستان د لوبډلې په وړاندې ښه مسابقه وکړي.

نن به د نړيوال جام بله مسابقه د اسټراليا او نيوزيلنډ ترمنځ وي چې په لورد لوبغالي کې به د افغانستان پر وخت د مازيګر پر پنځو بجو پيل شي.

پرون د دغو مسابقو په لړ کې جنوبي افريقا له سريلانکا د کرکټ مسابقه په ٩ ويکټو وګټله.

مسابقه سريلانکا پيل کړه چې مقابل ټيم ته يې د ٢٠٤ منډو هدف وټاکه، جنوبي افريقا دغه هدف يوازې د يوه لوبغاړي په سوځېدو په داسې حال کې پوره کړ چې ٧٦ بالونه يې لا پاتې وو.