د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا شنبې له پاکستان سره لوبه کوي

په پام کې ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړۍ کې سبا شنبې له پاکستان سره لوبه وکړي.

په نړیوال جام کې د افغانستان اتمه لوبه به د انګستان په لیډز ښار کې وي چې د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو پیلېږي.

افغان لوبډلې ۷ مخکینۍ لوبې ټولې بایللي، خو د نړیوال جام د پیل په درشل کې په تمریناتي لوبو کې یې پاکستان مات کړی دی.

په‌دې نړیوال جام کې د افغانستان بله لوبه به د راتلونکي اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له ویسټ انډیز سره په لیډز ښار کې وي.

د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړۍ کې نن د جنوبي افریقا او سریلانکا لوبډلې د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو سره مخامخ کېږي.

د دې لړۍ وروستۍ لوبه پرون د هند او ویسټ انډیز ترمینځ وشوه.

دا لوبه هند د ۱۲۵ منډو په توپیر له ویسټ انډیز څخه وګټله.