د کرکټ د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې به نن پنجشنبه وېسټ انډیز له هند سره لوبه وکړي.
وېسټ انډیز له شپږو لوبو یوازې درې امتیازه لري، نو د مخکې تګ هیلهیې ختلې ده، خو که چېرته هند دا مسابقه وګټله سیمې فاینل ته به ووځي.
پرون د چهارشنبې په ورځ پهدې پنځوس اوره نړیوال جام کې چې په انګلستان او ولز کې روان دی، پاکستان نیوزیلند ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه، له دې سره د پاکستان هیله پیدا شوه چې نیمه پایلوبې یا سیمي فاینل ته لار وکړي.
پاکستان له اوو لوبو اووه امتیازه لري او دوه لوبې یې پاتې دي که چېرته راتلونکې دوه لوبې وګټي او انګلستان له خپلو پاتې دوو لوبو څخه یوه بایلي نو پهدې ډول به پاکستان سیمې فاینل ته ووځي.