د کابل ښار غازي سټډیوم چېرته چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو او سلګونه پلویانو يې په افغانستان کې د سرپرست حکومت غوښتنه کوله.
دوی وویل، د افغانستان د اساسي قانون له مخې د تېرې جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه د ملي یووالي حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني د واک موده پای ته رسېدلې.
د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر پهدې غونډه کې وویل چې نامشروع حکومت نهشي کولای مشروع انتخابات ترسره کړي او باید واک سرپرست حکومت ته وسپارل شي.
دی وايي: "موږ د اساسي قانون پر اساس سرپرست ولسمشر غواړو، څو سرپرست ولسمشر ازاد او عادلانه انتخابات ترسره کړي، ځکه نا مشروع حکومت نهشي کولای مشروع انتخابات ترسره کړي."

د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر
نوموړي وویل چې په نامشروع ډول واک ته دوام ورکول د اساسي قانون سپکاوی دی.
نور الحق علومي، شهاب حکیمي، ابراهیم الکوزی او عنایتالله حفیظ د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نور هغه نوماندان وو چې پهدې اعتراضیه غونډه کې يې ګډون کړی وو.
دغو نوماندانو په خپل پرېکړهلیک کې چې د غونډې د ګډونوالې ذکیې وردګ له لوري ولوستل شو، په انتخاباتي چارو کې ولسمشر غني له خپل صلاحیت څخه په ناوړه استفادې تورن کړ.
نوموړې وویل: "پخوانی ولسمشر اشرف غني له پوهاوي سره سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه کوي او پهدې سرهيې د دې کمېسیونونو حقوقي صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی."
په پرېکړهلیک کې همدا شان راغلي وو چې ښاغلی غني په حکومت کې د عزل، مقرریو او د پروژو د قراردادونو حق نهلري.
خو جمهوري ریاست بیا دغه ډول غونډې له وخت مخکې انتخاباتي کمپاین بللی دی.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په استولي پیغام کې اړوندو بنسټونو څخه غوښتي چې پهدې اړه غونډو ته چې کمپایني بڼه ولري پاملرنه وکړي.
د دې ناستې یو شمېر ګډونوالو بیا د شفافو انتخاباتو غوښتنه کوله او ویل يې چې مدني اعتراضونه د دوی قانوني حق دی.

د کابل ښار غازي سټډیوم کې د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان
احسانالله علمي دې غونډې ته له ننګرهاره راغلی و، نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د اساسي قانون له مخې د ښاغلي غني د واک موده پوره ده باید په حکومت کې په خپل سر خلک مقرر نهکړي."
خو یو شمېر نور ګډونوال بیا وایي، مزدورکاران او د مدرسو طالبان دي چې په یو او بل نوم دې غونډې ته راوستل شوي.
"زما نوم محمد زکریا دی، د بګرامیو د مدرسې په لیلیه کې یو، بېګاه موږ ته خبر راغی چې په چمن حضوري کې د عالمانو یوه لویه غونډه او دستار بندي ده، خو دلته چې راغلو نه د عالمانو غونډه وه او نه د ستار بندي."
"موږ يې له چوکه راوستو مزدوران یو، راتهيې ویل چې کار ته مو بیایو، خو دلته نه کار شته او نه روزګار، بلکې د دوی غونډه ده."
خو د دې غونډې تنظیموونکو د دغو کسانو د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
له دې وړاندې هم د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا د یوې غونډې پر مهال ویلي و چې د ولسمشر غني د واک موده پای ته رسېدلې ده.
د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱مې مادې پر بنسټ، د جمهور رئیس دنده د پنځم کال د جوزا په لومړۍ ڼېته پای ته رسېږي او انتخابات باید د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته په ۳۰ یا ۶۰ ورځو کې ترسره شي.
خو د افغانستان سترې محکمې د اپرېل په ۱۲مه د بل ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د کار موده وغځوله.