د بنګلهدېش لوبغاړی شکیبالحسن وایي، ډاډه نهو چې افغانستان ته به ماتې ورکوو.
شکیبالحسن افغانستان سره په لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.
۵۱ منډې یې وکړې او پنځه افغان لوبغاړي یې هم وسوځول.
هغه له لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې وویل: "موږ ډاډه نهو چې افغانستان به ماتوو. هغوی یوه خطرناکه لوبډله ده."
دا پنځم ځل دی چې بنګلهدېش په یوې ورځنیو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکوي.