ټاکل شوې ده چې د کرکټ په نړیوال جام کې نن د پجنشنبې په ورځ اسټرالیا او بنګلهدېش مسابقه وکړي.
د پنځوس اورونو پهدې نړیوالې سیالۍ کې پرون د چهارشنبې په ورځ نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.
د نیوزیلنډ کپټان ویلیمسن ۱۰۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
له دې بریا سره نیوزیلنډ د جدول سر ته وخوت او نیمه پایلوبې ته د جنوبي افریقا د وتلو چانس له دې ماتې سره تقریباً لهمنځه ولاړ.
دا لوبې په انګلستان او وېلز کې روانې دي او د جولای په ۱۴مه بهیې پایلوبه وي.