د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن دوشنبه د بنګلهدېش او ويسټ انډيز ترمنځ مسابقه کېږي.
د افغانستان پر وخت ماسپښين پر دوو بجو به دواړه ټيمونه د انګلستان په تانتون لوبغالي کې مسابقه کوي.
په پرونۍ مسابقه کې هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه يا ټاس پاکستان وګاټه، خو هندوستان ته يې بلنه ورکړه چې لوبه پيل کړي.
هندوستان په ٥٠ اوورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٣٦ منډې وکړې.
څرنګه چې باران وشو، نو پاکستان ته په ٤٠ اوورونو کې ٣٠٢ منډې په کار وې.
پاکستان د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يوازې د ٢١٢ منډو په کولو وتوانېد او لوبه يې د ۸۹ منډو په توپیر پر هندوستان بايلوده.
تمه ده، د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سبا سې شنبه له کوربه انګلستان سره د مانچستر په لوبغالي کې لوبه وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني به هم چې دا مهال په بريتانيا کې دى د دې مسابقې ليدو ته ورشي.