د کرکټ په نړیوال جام کې هند او نیوزیلنډ سره لوبېږي

د نیوزیلنډ دوه لوبغاړي

د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن پنجشنبه د هندوستان او نیوزیلنډ لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ځي.

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د انګلستان په نتنګهم لوبغالي کې د افغانستان پر وخت دوه بجې پیل شي، خو د باران له امله ځنډېدلې ده.

په روانو سیالیو کې نیوزیلنډ تر دې دمه درې سیالۍ کړي او درې واړه يې ګټلي، هندوستان هم په خپلو دواړو سیالیو کې بریا خپله کړې ده.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا اسټرالیا د ۴۱ منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه.

پاکستان د ټاس په ګټلو د توپ اچونې پریکړه وکړه.

اسټرالیا د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدلو سره په ۴۹ اورونو کې پاکستان ته ۳۰۸ منډې هدف وټاکه چې پاکستان یاد هدف پوره نه شو کړای او یاده يې سیالي يې د ۴۱ منډو په توپیر وبایلله.