د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوال جام کې نن دوشنبه جنوبي افریقا او وېسټ انډیز سره په خپلو کې مسابقه کوي.
په انګلستان او وېلز کې د دغو روانو مسابقو په لړ کې هندوستان پرون خپله دوهمه لوبه له استرالیا د ٣٦ منډو په توپير وګټله.
د لندن په اووال لوبغالي کې هند د لوبې پچه يا ټاسيې وګاټه، د بېټېنګ کولو پرېکړهيې وکړه.
هندوستان د ٥ لوبغاړو په سوځېدو په ٥٠ اورونو کې اسټراليا ته د ۳۵۳ منډو هدف وټاکه.
خو اسټراليا ونهتوانېد دغه هدف پوره کړي، په ٥٠ اورونو کې يې ټول لوبغاړي پهداسې حال کې وسوځېدل چې يوازې يې ٣١٦ منډې کړې وې.
د پرونۍ مسابقې غوره لوبغاړى شیکر داون وټاکل شو چې د هند لپارهيې په ١٠٩ توپونو ١١٧ منډې وکړې.
هندوستان د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې خپله لومړۍ مسابقه تېره چهارشنبه له جنوبي افريقا په ٦ وېکټو ګټلې وه.