هندوستان نن د استراليا د کرکټ ملي ټيم ته د ٣٥٣ منډو هدف وټاکه

ارشیف

د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن هندوستان د استراليا ملي ټيم ته د ٣٥٣ منډو هدف وټاکه.

د لندن په اووال لوبغالي کې د دې مسابقې پچه يا ټاس هندوستان وګاټه او د بیټنګ کولو پرېکړه يې وکړه.

په ټولو ٥٠ اوورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٥٢ منډې وکړې.

اسټراليا تر اوسه دوه مسابقې کړي چې يوه يې له افغانستان او بله یې له ويسټ انديزه ګټلې ده.

هندوستان تر اوسه يوه مسابقه کړې چې له جنوبي افريقا يې ګټلې ده.

پرون د دغو مسابقو په لړ کې نيوزيلنډ افغانستان او انګلستان بنګله دېش ته ماته ورکړه.