افغانستان خپله پرله پسې درېیمه لوبه پرون نیوزیلنډ ته وبایلله

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبغاړي

په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې افغانستان خپله پرله پسې درېیمه لوبه پرون نیوزیلنډ ته وبایلله.

افغانستان لومړی بیټنګ او ښه پیل وکړ، خو وروسته یې ژر ژر لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې په 41 اورونو کې نیوزیلنډ ته 173 منډې هدف وټاکه.

د نیوزیلنډ لوبې ټاکلی هدف په 32 اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دې توګه یې له افغانستانه پرونۍ لوبه وګټله.

په پرونۍ لوبه کې د باران له کبله وقفه هم راغله.

په همدې ورځ د کرکټ د نړیوال جام په یوه بله سیالۍ کې کوربه هېواد انګلستان بنګله دېش ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه.

لومړی بیټنګ انګلستان وکړ او بنګله دېش ته یې د ۳۸۷ منډو لوړ هدف وټاکه، خو بنګله دېش د ټولو بغاړو په سوځېدو 280 منډې جوړې کړی شوې.