د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې سبا شنبه افغانستان له نیوزیلنډ سره مخ کېږي.
دا لوبه د انګلستان په تاونټون ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تر اوسه د نړیوال جام په سیالیو کې د سریلانکا او استرالیا په وړاندې دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللې دي.
خو د نیوزیلنډ ټیم د سریلانکا او بنګله دېش په وړاندې دواړه لوبې ګټلې دي.
د افغانستان ټیم سبا په داسې حال کې له نیوزیلنډ سره سیالي کوي چې د دې ټیم توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د زنګانه د ژوبلېدو له کبله له نړیوال جامه ووت.