نن د استرالیا او ویسټ اندیز د کرکټ ټیمونه د لوبې ډګر ته وځي

Australia -- Afghan captain Mohammad Nabi plays a sweeper which is caught out by Australia's captain, as wicketkeeper Brad Haddin (L) watches on, during their Cricket World Cup match in Perth, March 4, 2015

په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن استرالیا او ویسټ اندیز ټیمونه له یو بل سره لوبه کوي.

پرون هند د جنوبي افریقا لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماته ورکړه.

دا د کړکټ د روان نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د هند لومړۍ لوبه وه، خو جنوبي افریقا له دې مخکې له انګلند او بنګله دېش سره دوه لوبې کړې وې چې دواړه یې بایللې دي.

پرون بله لوبه د نیوزیلنډ او بنګله دېش ترمنځ وه چې نیوزیلنډ وګټله.

افغانستان هم په دې جام لوبو کې دوه لوبې کړي، یوه له استرالیا او بله له سریلانکا سره چې دواړه یې بایللي او بله لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له نیوزیلند سره کوي.