افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن سې شنبه خپله دوهمه لوبه له سریلانکا سره کوي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر نوید صائم ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي به په قوي اراده او لوړه روحیه د سیالیو ډګر ته ولاړ شي: "موږ اوس په هغه ځای کې یو چې شکر له هېچا کم نه ګڼل کېږو. زه کاملاً باور لرم چې زموږ ملي اتلان به د سریلانکا پر وړاندې د لوبې په ګټلو سره د اختر خوښۍ ډیرې کړي."
افغانستان په لومړنۍ لوبه کې له استرالیا سره د شنبې په ورځ لوبه وبایلله.
خو افغانستان د کرکټ د نړیوال جام لوبو تر پیل شپږ ورځې دمخه، په یوې تمریني لوبې کې د مې پر ۲۴ پاکستان ته ماته ورکړه.
د سریلانکا د کرکټ لوبډلې هم د شنبې په ورځ د نیوزیلاند پر وړاندې لوبه وبایلله.