نن د بنګله دېش او سویلي افریقا ترمنځ د کرکټ سیالي ده

د کرکټ د توپ یو انځور

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د بنګله دېش او جنوبي افریقا ترمنځ مسابقه پيل شوې.

د لوبې ټاس جنوبي افريقا وګاټه او د فيلنډګ کولو پرېکړه يې وکړه.

د دې سیالیو په پرونۍ لوبو کې استرالیا افغانستان ته په اوو وايکټو او نيوزیلنډ سریلانکا ته په لسو وایکټو ماته ورکړه.