کرکټ کې افغانستان استرالیا ته ۲۰۸ منډې هدف وټاکه

افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان د کرکټ لوبډلې استرالیا ته ۲۰۸ منډې هدف وټاکه.

د لوبې ټاس افغانستان وګاټه، د منډو جوړولو پرېکړه یې وکړه، که څه هم دواړه افغان پیلونکي منډه جوړونکي حضرت ځاځی او محمد شهزاد په په لومړي او دوهم اورونو کې په صفر وسوځېدل خو ترې وروسته د رحمت شاه ۴۳، حشمت شاهدي ۱۸، د ګلبدین ۳۱ او د راشد خان تېزو ۲۷ منډو هدف له دوه سوه پورته کړ.

افغان لوبغاړي هم د پاکستاني او سریلانکا یي لوبغاړو په شان د ټاکلو پنځوسو اورونو په لوبولو ونه توانېده.

اوس به استرلیا د د یاد هدف په تعقیب لوبه پیلوي.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې تر ډېره له راشد خان، حمید حسن، مجبب ځدراڼ او محمد نبي نه تمه کېږي چې د استرلیا لوبغاړي د یاد هدف پوره کېدو ته پرېنه‌ږدي.