ویسټ انډیز د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۰۵ منډو اوټ کړل

د کرکټ د نړیوال جام په دویمه لوبه کې نن ویست اندیز د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۰۵ منډو اوټ کړل.

د ویسټ انډیز او پاکستان لوبه د انګلستان په ناتګهم ښار کې روانه ده.

پاکستان لومړی بیټینګ وکړ.

د ویسټ انډیز لوبغاړو اوس د هدف د پوره کولو لپاره لوبه پيل کړې ده.

د ویسټ انډیز بالر اوشان ټوماس څلور، لوبډل‌مشر جېسن هولډر درې ویکټې، اندرې راسل دوه ویکټې او شیلډن کټرول یوه ویکټه واخېسته.

پاکستان داسې وخت د نړیوال جام په رسمي خپل لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل چې تمریني لوبه کې یې هم د افغانستان په وړاندې ماته خوړلې ده.

تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا شنبه د اسټرالیا په وړاندې لوبه وکړي.

افغانستان د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې په اسټرالیا یوه لوبه په لوی تفاوت بایللې وه.