د افغانستان د کرکټ ملي لوبدله به د شنبې په ورځ د کرکټ د نړیوال جام لپاره په سیالیو کې لومړۍ لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړۍ مسابقه د اسټرالیا په وړاندې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي پرون د مې په دېرشمه، ازادي راډیو ته وویل: "زه ډاډ لرم چې زموږ ملي لوبډله به ښه لوبه وکړي، اسټرالیا ښه لوبډله لري او له پوره تیارۍ سره راغلې ده خو زه پر خپلو لوبغاړو باوري یم."
د پاکستان د کرکټ لوبډله به نن جمعه د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره مخامخ شي.
د انګلستان د کرکټ لوبډلې پرون جنوبي افریقا ته په ۱۰۴ منډو ماته ورکړه.
سبا شنبه د کرکټ د نړیوال جام لپاره بله سیالي د سریلانکا او نوي زیلانډ ترمنځ ده.