د کرکټ اکثره شننونکي پهدې باور دي چې ښايي انګلستان د کرکټ دا جام وګټي.
دوی وايي، انګلستان په خپل کور کې لوبېږي، لوبغاړي یې تر ټولو ښه له اب او هوا سره بلد دي او لوبډله یې هم غښتلې ده.
بلخوا اسټرالیا او هند هم د دغه جام دوه احتمالي ګټونکي بلل کېږي.
د اسټرالیا پخواني لوبغاړي بریټ لي د اسټرالیا د کرکټ وېبپاڼې ته ویلي چې استرالیا به یې ګټي.
هغه وايي" اسټرالیا پنځه ځلي نړیوال جام ګټلی او پوهېږي چې څنګه نړیوال جام وګټي."
د کرکټ بل نړیوال مبصر مارک والف وايي چې انګلستان بهیې ګتي.
هغه وايي: "زه فکر کوم چې انګلنډ ډېره غښتلې لوبډله لري، بېټېنګ یې غښتلی دی، په خپل کور کې لوبیږي او پهدې وروستیو کې ښه ځلیدلي دي."