د کرکټ ۲۰۱۹ د نړیوال جام سیالۍ پیل شوې

د کرکټ ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې په انګلستان کې پیل شوي په لومړي لوبه کې انګلستان او سویلي افریقا یو بل سره مخامخ دي.

د سیالۍ پچه سویلي افریقا ګټلې او مقابلې لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده.

سبا د دې سیالیو دوهمه ورځ ده چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ به لوبه ترسره کېږي.

دا سیالۍ د روان میلادي کال د جولای په ۱۴مه نېټه پای ته ورسېږي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي اوونۍ د شنبې په ورځ د دغه سیالیو اتلې لوبډلې استرالیا سره کوي.