په کونړ ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ مثبته پیښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا د وزارت د پولیو د لهمنځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو مسؤل میرجان راسخ نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پولیو دا پېښه د کونړ ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې ثبت شوې ده او په ویروس اخته یو درې کلن ماشوم دی.
د نوموړي په وینا پهدې سره یوازې سږکال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر اتو لوړ شوی دی.
تردې مخکې د افغانستان په جنوب کې ۷ پېښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کونړ وټهپور ولسوالۍ د امنیتي ګواښونو له امله د پولیو ضد واکسین له کمپاینه پاتې ده.