د هندوستان د کرکټ لوبډلې بنګله‌دیش ته ماتې ورکړه

د هند د کرکټ لوبډلې یو غړی شنکر داون

د هندوستان د کرکټ لوبډلې په «ورام اپ» لوبه کې بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه او په‌دې سره د کرکټ د نړیوال جام تمریناتي سیالۍ پای ته ورسېدې.

سبا پنجشنبه د نړیوال جام د رسمي سیالیو لومړۍ لوبه د انګلنډ او سوېلي افریقا ترمنځ ترسره کېږي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نېټه د استرالیا پر وړاندې ترسره کړي.