په کابل ښار کې د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول

Your browser doesn’t support HTML5

تېره شپه ۲:۰۰ بجې څو تنه وسله‎وال د کابل ښار د کارتې سخي په جمال مېنې سیمه کې یوه کور ته ننوتلي او د کورنۍ اووه غړي يي په ډزو وژلي دي. د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښه د ځمکې پر سر د کورنۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې. وېډیو او اېډېټ: شفیع کریمي