د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن دوشنبه د انګلستان د کرکټ له ملي ټيم سره تر نړیوال جام مخکې یوه تمریني لوبه کوي.
کرکټ بورډ وايي چې دا لوبه د ماسپيښين په دوو بجو د لندن په اوول نړیوال سټډیوم کې پيلیږي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پرون د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل:
"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انګلستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره خپله دوهمه د نړيوال جام تمريناتي لوبه کوي. افغانستان تردې مخکې خپله لومړۍ تمريناتي لوبه د پاکستان پر وړاندې وکړه چې له نېکهمرغه افغانستان وکولاى شول د پاکستان لوبډلې ته په درېيو ويکټو ماتې ورکړي."
دا لومړی وار و چې افغانستان په یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي وايي چې د انګلستان پر وړاندې د لوبې لپاره پوره چمتووالی لري.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي ټیم را روانه شنبه د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام لومړۍ رسمي لوبه د اسټرالیا په وړاندې وکړي.