د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې ولسمشر حسن روحاني پرون د شنبې ماښام په خپلو څرګندونو کې وویل چې حکومت د خپل اټمي پروګرام په اړه ټولپوښتنه کولای شي.
روحاني دا څرګندونې پهداسې حال کې کوي چې امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې وتلی او پر دې هېواد یې هغه بندیزونه بیا لګولي چې د دې موافقې پر بنسټ لغو شوي وو.
روحاني وویل، ده په ۲۰۰۴ میلادي کال کې هم هغه مهال چې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په خبرو کې جګپوړی مرکچي و، مذهبي مشرایت الله علي خامنهاي ته د ټولپوښتنې وړاندیز کړی و.
څارونکي باور لري چې تهران په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو د پرېکړې په صورت کې غواړي د دې ټولپوښتنې له لارې د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.
د ۲۰۱۵ میلادي کال د موافقې له مخې ایران په هغه کچه د یورانیمو د غني کولو اجازه نهلري چې د اټمي بم د جوړولو وړتیا ترلاسه کړي.
ایران پهداسې حال کې چې له امریکا سره په لویه لانجه کې ښکېل دی، نه یوازې په کور دننه بلکې د سیمې په کچه هم د ملاتړ د ترلاسه کولو په مقصد یو لړ فعالیتونه پیل کړي دي.
د دې هڅو په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په بغداد کې دی او تمه ده چې نن له خپل سیال او نورو چارواکو سره وګوري.
د عراق د پارلمان مشر محمد حلبوسي پرون د شنبې په ورځ پر دولتي ټلوېزیون د وینا پر مهال وویل چې عراق که غوښتنه ترې وشي، د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره منځګړتوب ته چمتو دی.
د حلبوسي له خبرو څو شېبې وروسته ښاغلی ظریف د دوه ورځني سفر په مقصد بغداد ته ورسېد.
صدراعظم عادل عبدالمهدي پرون د شنبې په ورځ ماښام ښاغلی ظریف د روژه ماتي لپاره مېلمه کړی و.
د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې پهدې خبرو کې پر هغو لارو چارو بحث وشو چې څنګه دا دوه هېوادونه او سیمه د بندیزونو او احتمالي جګړې له زیانونو څخه په امن کې پاتې شي. بیان زیاتوي چې دوی همدا راز د منځني ختیځ د امنیت او ثبات او د ایران د اټمي موافقې د پرځای پاتې کېدو په اړه هم خبرې وکړې.
د عراق د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې ظریف به د خپل سفر په دوام نن له خپل سیال محمدالحکیم او ولسمشر بهرام صالح سره هم وګوري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په پاکستان کې و او هلته یې له صدراعظم عمران خان او نورو چارواکو سره وکتل.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي ظریف په اسلاماباد کې د څرګندونو پر مهال پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د هغه څه پر وړاندې چې ده د ایران پر ضد د امریکا د زور او تشدد چلند وباله اقدام وکړي.
ظریف وویل، سیمه اوس مهال په کړکېچن حالت کې ده او خطرناک اقدامات پهکې روان دي.
هغه زیاته کړه چې ایران د روان کړکېچ د حل لپاره له خپلو ګاونډیانو سره سلامشورو ته اړتیا لري.