د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا دوشنبه له انګلستان سره تمریناتي لوبه کوي.
دا لوبه د لندن په جَنوب کې د کینینګټن سیمې په اووال «Oval» لوبغالي کې کېږي.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل فريد هوتک نن ازادي راډيو ته وويل:
"ټاکل شوې سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له انګلستان ملي لوبډلې سره دوهمه تمریناتي لوبه وکړي. د یادونې وړ ده چې دا لوبه نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان دویمه تمریناتي لوبه ده."
په انګلستان او ولز کې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ را روانه پنجشنبه پېل شي.
د سیالۍ تر رسمي پېل مخکې باید هره ګډون کوونکې لوبډله دوه تمریناتي لوبې وکړي.
د افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه د جمعې په ورځ د پاکستان په وړاندې وه او په درېیو وېکټونو يې له پاکستانه وګټله.