د کابل پولیسو د تېرې شپې د خپل سرو هوایي ډزو په تړاو ۴۳ تنه نیولي

د کابل د امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو او رسنیو مسؤل بصیر مجاهد

د کابل پولیسو د تېرې شپې د خپل سرو هوایي ډزو په تړاو ۴۳ تنه نیولي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو او رسنیو مسؤل سمونیار بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان چې د پولیسو له خبرداري سره سره یې هوایي ډزې کولې، د کابل له بېلابېلو سیمو ونیول شول.

ښاغلي مجاهد وویل:

"د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ هدایت راکړ چې دغه کسان باید ژر تر ژره ونیول شي، زموږ پرسونل د کابل په بېلابېلو سیمو کې توظیف شول، ۴۳ کسان له وسلو سره ونیول شول او امنیې قومندانۍ ته انتقال شول، دوی به له قانون سره سم خپله سزا وویني."

د ښاغلي مجاهد په خبره، په دې هوایي ډزو کې تر اوسه د دوو کسانو د سطحي ټپي کېدو راپور ورته رسېدلی دی.

بل خوا د ننګرهار د والي له دفتره هم په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د خوشالۍ د هوایي ډزو له کبله درې تنه ټپیان د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

دا هوایي ډزې داسې مهال وشوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د پاکستان د کرکټ لوبډلي ته په دوستانه لوبه کې ماته ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت له خلکو جدي غوښتنه کړې چې له غیر مسؤلانه کړنو څخه ډډه وکړي.