رحیمي: هوايي ډزو په کابل، خوست او ننګرهار کې ۱۰ تنه ټپیان کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستانه د کرکټ د بریا د خوشحالیو په هوايي ډزو کې په کابل، خوست او ننګرهار کې لس تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پېښې سره په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.

دی وایي:

"په کابل، خوست او جلال اباد کې د هوايي ډزو له امله لس کسان ټپیان شوي، د امنیتي ځواکونو له هدایت سره سم، په کابل کې ۴۳، په خوست کې ۱۴ او په جلال اباد کې ۳۱ کسان له وسلو او مهماتو سره نیولي شوي دي."

تېره شپه د نړیوال جام په تمریناتي پړاو لوبو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ تمریناتي لوبه وشوه چې افغان لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه او افغانستان به بله دېته ورته لوبه د دوشنبې په ورځ له انګلستان سره کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د کرکټ بریا یا د کومې بلې خوشحالۍ له امله هوايي ډزې کېږي، بلکې له دې وړاندې دېته په ورته هوايي ډزو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.