د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی

په غور کې د جام لرغونی منار

د غور سیمه‌ییز چارواکي وايي، د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی دی.

د غور د اطلاعات او فرهنګ رئیس فخرالدین اریاپور وایي، له سختو ورښتونو او سېلونو وروسته اوس اوبه د جام تر منار پورې رسېدلي دي.

د اریاپور په وینا، د دې لرغوني منار استنادي دېوالونه له‌منځه تللي دي.

د جام منار په هغه ځای کې ودان شوی دی چې د «جام» سیند د هریرود د مست سیند سره یوځای کېږي.

دا منار په ۱۲مه میلادي پېړۍ کې ودان شوی دی چې ۶۵ متره لوړ دی.

جام منار په نوې ډېلي کې تر «قطب منار» وروسته په نړۍ کې د خښتو تر ټولو ستر منار دی.