افغان کرکټ بورډ وایي، نن به د کرکټ افغان ملي لوبډله د انګلستان هېواد ته ولاړه شي.
د دغه بورډ ویاند فرید هوتک نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ملي لوبډله به انګلستان کې د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتوالي تمریناتي لومړی لوبه د مې په ۲۴مه نېټه له پاکستان ملي لوبډلې سره وکړي.
دی وايي:
"نن به افغان کرکټ ملي لوبډله له اېرلنډ څخه د انګلستان په لور روانه شي او هلته به افغان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي."
ښاغلی هوتک وایي، همدا شان به د مې په ۲۷مه نېټه افغانستان له انګلستان سره کرکټ تمریناتي لوبه ولري.
د نوموړي په خبره، د مې میاشتې په ۳۰مه نېټه په رسمي ډول د نړیوال جام سیالۍ پیلېږي او افغان کرکټ ملي لوبډلې دغو سیالیو ته بشپړ چمتوالی نیولی دی.