په اوکراین کې یو برازیلی په ۱۳ کاله حبس محکوم شو

۳۴ کلن رافایل لوسوارګي

په اوکراین کې یو برازیلی چې د دې هېواد په ختیځ کې یې د روس پلوو بیلتونپالو په پلوي په جګړو کې برخه اخېستې، په ۱۳ کاله حبس محکوم شو.

۳۴ کلن رافایل لوسوارګي «Rafael Lusvarghi» په ۲۰۱۴میلادي کال کې وروسته له هغه اوکراین ته ولاړ چې روسیې کریمیا د خپلې خاورې جز کړه او روس پلوو بیلتونپالو د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د دولتي ځواکونو پرضد جګړه پیل کړه.

لوسوارګي هم د بیلتونپالو په لیکو کې جګړه وکړه او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې برازیل ته له ستنېدو مخکې به کله ناکله په روسیه کې په تبلیغاتي ویډیوګانو کې څرګندېده.

نوموړی په ۲۰۱۶ میلادي کال کې بیا اوکراین ته ستون شو، خو سمدستي ونیول شو.

لوسوارګي په ترورېزم تورن او د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنوري کې په ۱۳ کاله حبس محکوم شو، خو د همدې کال په ډسمبر کې له بنده خوشې شو.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې د ازادۍ راډیو یوه خبریال له هغه سره د کیف په ارتودوکس کلیسا کې مرکه هم کړې وه.

لوسوارګي پرون د مې په دوهمه د پاولوګراد «Pavlograd» ښار د یوې محکمې له‌خوا یو ځل بیا په ۱۳ کاله بند محکوم شو.

پر ده تور دی چې د غیرقانوني پوځي تشکیلاتو غړی دی او تروریست دی.

نوموړي په غیر قانوني پوځي تشکیلاتو کې د ګډون جرم منلی، خو د ترورېزم تور یې رد کړی دی.