ټرمپ په کليفورنيا کې د يهودانو پر يوه کنيسه پرونۍ حمله وغندله

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر په کليفورنيا کې د يهودانو پر يوه عبادتځاى يا کنيسه پرونۍ حمله وغندله.

ډونالد ټرمپ پرون له سپينې ماڼۍ دباندې له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"له هغو کسانو او کورنيو سره چې په کليفورنيا کې پر يوې کنيسه د ډزو له کبله اغېزمن شوي، خپله ژوره خواخوږي څرګندوم."

د پوليسو چارواکي وايي، په کليفورنيا ايالت کې يوه ښځه هغه وخت ووژل شوه او درې نور کسان ټپيان شول چې يوه وسله وال د يهودانو په عبادتځاى يا کنيسه کې ډزې وکړې.

د پوليسو چارواکو پرون وويل چې حمله کوونکى ١٩ کلن جان ايرنيسټ دى چې د حملې ساحې ته نږدې د پراته ښار اوسېدونکى و.

دی تر حملې وروسته د پېښې له ساحې وتښتېد، خو کله چې څو شېبې وروسته يې ځان چارواکو ته تسليم کړ، توقيف کړاى شو.