په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما په تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې کموالی راغلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما تازه موندنې ښيي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۵۸۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپيان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یا یوناما نښان
دا راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، پهکې راغلي دي چې په وژل شویو کې ۱۵۰ او په ټپیانو کې ۴۳۲ ماشومان دي.
په دې راپور کې د افغان امنیتي او نړیوالو ځواکونو له لوري هوايي عملیاتو ته هم اشاره شوې.
راپور وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغان ځواکونو ۴۳ هوايي عملیات کړي چې له املهيې ۱۴۵ کسان وژل شوي او ۸۳ نور ټپيان دي، همدا شان بهرنیو ځواکونو ۳۹ هوايي حملې کړي چې په ترڅ کې يې ۱۴۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۷۹ نور ټپيان دي.
په دې خپور شوي راپور کې راغلي دي چې د ټولو هوايي عملیاتو له امله په اوښتې مرګ ژوبله کې له نیمايي زیاته مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.
خو په دې راپور کې ټينګار شوی چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.
د راپور په اساس، د تېر ۲۰۱۸ په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۳۰۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
- په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د ۲۰۱۹ کال د درېیو لومړیو میاشتو د راپور د ترلاسه کولو لپاره دا ځای کېکاږئ.
یوناما ویلي چې د دولت د وسلهوالو مخالفینو له لوري چاودنې او د دولت پلوه ځواکونو هوايي حملې تر ډېره د ملکي مرګ ژوبلې لامل دي.
Your browser doesn’t support HTML5
وزارت مخابرات یک روز پس از حمله
افغان امنیتي بنسټونو او وسلهوالو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو ملګرو ملتونو د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې په جګړه کې دې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
بلخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د ۱۳۹۶ لمریز کال په پرتله په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو، افغان امنیتي بنسټونو او وسلهوالو طالبانو په ځلونو ټینګار ویلي چې د ولسي وګړو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري.
خو هغه څه چې یوناما، د افغانستان بشري حقونو کمېسیون او په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډلهيې وايي، دا دي چې تر دې دمه د جګړې ښکېلو اړخونو د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پاملرنه نهده کړې.
راپور: اکرامالله اکرام