د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

د بشري حقونو کمېسیون: تېر کال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ۱۹ سلنه لوړه وه


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د ملکي تلفاتو کچه ۱۹ سلنه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن سې شنبه «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۳» د یوې خبري غونډې په ترڅ کې په دغه هېواد کې د تېر ۱۳۹۷ لمریز کال د جګړې له امله د ملکي تلفاتو شمېرې خپرې کړې.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر په افغانستان کې د جګړو له امله د ملکي تلفاتو پر شمېرو اندېښنه وښوده او ویې‌ویل:

"په ۱۳۹۷ لمریز کال کې زموږ ۱۱۲۱۲ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د تېر کال په پرتله دا شمېرې زیاتې دي، یعنې په ۱۳۹۶ کال کې ۹۴۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، په ۱۳۹۷ کال کې هغه شمېرې چې له کمېسیون سره ثبت شوي،۳۰۳۲ کسان وژل شوي او ۸۱۸۰ کسان ټپیان شوي دي."

ارشیف، د تېر میلادي کال د سپټمبر د ۱۱ مې یو انځور چې په ننګرهار کې د یوې چاودنې انځور چې په پایله کې یې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوله اوښتې وه
ارشیف، د تېر میلادي کال د سپټمبر د ۱۱ مې یو انځور چې په ننګرهار کې د یوې چاودنې انځور چې په پایله کې یې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوله اوښتې وه

​د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا هم وویل چې د دغو تلفاتو عاملین ۵۳ سلنه طالبان، ۱۱،۱۹ سلنه افغان او بهرني امنیتي ځواکونه، ۱۲،۵ سلنه داعش وسله‌واله ډله او د ۲۲ سلنه نور بیا نامعلوم دي.

د دغه کمېسیون د موندنو له مخې، په لومړي سر کې ډېری ملکي تلفات د افغانستان په لوېدیځ، په دوهم قدم کې په ختیځ او په درېیم قدم کې په مرکزي زون کې دي.

کمېسیون له حکومته غوښتنه وکړه چې د بخښنې فرهنګ پای ته ورسوي او د ملکي تلفاتو په اړه دې خلکو ته ځواب ورکوونکي واوسي.

په کابل کې افغان ټولنیز بنسټ چې په افغانستان کې د کلونو جګړو د قربانیانو عکسونه او ځينې نورې خاطرې یې ساتلي او ورته د عدالت غوښتنه کوي، وایي چې کلونه کېږي چې افغانان جګړه تېروي او کال بل ته د ملکي تلفاتو کچه لوړېږي.

د دغه بنسټ مشره ویدا احمد زیاتوي:

"زیات عکسونه مو راټول کړي، زموږ هدف دا دی چې په یو ډول د جګړې قربانیانو او کورنیو ته‌یې د عدالت غوښتنه وکړو، له بده مرغه په دې څلورو لسیزو کې ګورو چې هره ورځ مو خلک په بېلابېلو پلمو وژل کېږي، لومړی د خلق او پرچم جګړه، بیا په کابل کې جګړې پیل شوې، ورپسې د طالبانو په دوره کې د خلکو روزګار لا تیاره شو او په دې وروستیو ۱۸ کلونو کې هم زموږ خلکو امن تجربه نه‌کړ."

اغلې ویدا د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې په افغانستان کې دې لومړی جګړه پای ته ورسوي، که نه نو د جګړې اصول او قوانین خو دې په پام کې وساتي چې ملکي وګړو ته په‌کې مرګ ژوبله وانه‌وړي.

خو په افغان ټولنیز بنسټ کې تر اتو زرو پورې د جګړې د قربانیانو خاطرات او عکسونه ساتل د وژل شویو کسانو کیسه نه‌ختموي، بلکې د افغانستان ګوټ ګوټ او ان لیرې پرتې سیمې هم د جګړې د تورې دورې شاهدانې دي چې ښايي کیسې یې تر دې ځایه نه‌وي رارسېدلي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ویلي چې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په دغه هېواد کې د روانو جګړو له امله نږدې ۴ زره کسان وژل شوي او له ۷ زرو زیات ټپیان شوي دي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG