ولسي جرګې ته د کابل یو شمېر کاندیدان چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیونیې په لومړي لېست کې نومونه بریالي اعلان کړي وو، د شکایتونو کمېسیون پر وړاندې په اعتراض کې له دغه کمېسیونه غوښتنه وکړه چې ژر دې د دغه ولایت وروستي نتایج هم اعلان کړي.
په دې اړه نور: د کندهار ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایله اعلان شوهدوی ټینګار کوي چې د انتخاباتي کمېسیون له لوري د دوی د برخلیک له ټاکلو وړاندې دې حکومت د ملي شورا ۱۷مه دوره نهافتتاح کوي.
دوه تنه کاندیدان فدا محمد الفت او مرسل نبيزادهیې اړه وايي:
"له انتخاباتي شکایتونو کمېسیون څخه مو غوښتنه ده چې د کابل ولایت وروستي نتایج ژر اعلان کړي، له ولسمشره د خلکو غوښتنه هم دا ده چې د کابل خلکو ته په کمه سترګه ونهګوري."
"موږ د پارلمان افتتاح غواړو، خو له قانون سره سم او د کابل د استازو له حضور پرته، هېڅ امکان نهلري چې پارلمان افتتاح شي."
بلخوا د دغو کاندیدانو ځیني پلویان له انتخاباتي کمېسیونونو هم غواړي چې د دوی د وکیلانو برخلیک معلوم کړي او د دوی له رأیو باید سترګې پټې نهشي.
دا پهداسې حال کې ده چې تر اوسه هم د کابل ولایت په ګډون د ولسي جرګې د انتخاباتو د پنځو ولایتونو د رأیو وروستي نتایج نهدي اعلان شوي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون منشي قاسم الیاسي وايي چې د کابل ولایت د اسنادو په اړه څېړنې پيل شوې دي.
دی زیاتوي:
"د کابل د انتخاباتو په اړه زیاتې پېچلتیاوې شته، د دې لپاره چې هره ورځ ستونزې زیاتېدې، کارونه مو ودرول، یوه اوونۍ کېږي چې بیا مو کارونه پيل کړي، ټولې ستونزې د دې باعث کېږي څو زموږ څېړنې اوږدې شي."
خو بلخوا افغان حکومت وايي چې د ملي شورا د ۱۷مې دورې د افتتاح لپارهیې چمتووالی بشپړ کړی.
په پارلماني چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، د ولسمشر د هدایت مطابق د ملي شورا د ۱۷مې دورې د افتتاح لپاره کمېسیون ټاکل شوی او ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.
په دې اړه نور: ارګ: د انتخاباتو د پایلو تر اعلانه به ولسمشر خپلو کارونو ته دوام ورکويد دغه وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو رئیس ذکرالله فرزهاي پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"دا چې نن ورځ کاندیدانو اعتراض کړی او اعتراضیه ناستهیې درلوده، شخصي کار یې دی، خو موږ د ولسمشر له هدایت سره سم په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مؤظف شوی، د افتتاحیه ناستې لپاره شانداره مراسم ونیسي، موږ چمتووالی نیولی او انشاءالله د جمعې په ورځ بهیې افتتاح کړو."
ښاغلی فرزهاي زیاتوي چې د کابل او میدان وردګ ولایتونو د وروستي نتایجو له اعلان وروسته کولای شي د دغو ولایتونو استازي ولسي جرګه کې کار پیل کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د میزان میاشتې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له بریالیو وکیلانو سره وکتل او د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د افتتاح په اړهیې ورسره خبرې وکړې.
دا پهداسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ نویو وکیلانو ته اعتبارنامې ورکړې.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات له درې کلن ځنډ وروسته د ۱۳۹۷ کال په میزان میاشت کې ترسره شول، خو له دغو انتخاباتو شپږ میاشتې تېرېږي او بشپړ نتایج نهدي اعلان شوي.
راپور: رحمتالله افغان