ځیني ښوونکي: د تنخواګانو د لوړولو په اړه حکومت خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي

ارشیف، د لغمان ولایت په مهترلام بابا کې یو ښوونځی, 19Dec2012

ځیني ښوونکي پر حکومت انتقاد کوي وايي، تر اوسه چې حکومت د دوی د تنخواګانو د لوړولو لپاره کومې ژمنې کړي، عملي شوې نه‌دي.

عبدالحمید چې یو وخت د کابل ولایت د شکردرې په ولسوالۍ کې ښوونکی و او اوس بې‌روزګاره دی، پر افغان حکومت انتقاد کوي او وايي، د تنخوا د لږوالي له امله ونه‌توانېد چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

دی وايي:

"یو وخت په شکردره کې ښوونکی وم، حکومت راته ډېرې پیسې نه‌راکولې، دنده مې پرېښوده، غواړم حکومت کور او ځای راکړي."

یوازې عبدالحمید نه‌دی چې د تنخوا د کموالي له امله‌يې دنده پرېښې، بلکې ډېر نور ښوونکي هم شته چې د کمو تنخواګانو له امله شکایت کوي.

په دې اړه نور: د ښوونکو د تنخواوو د ډېرولو طرحه جوړه شوې او ۳ میاشتو کې به عملي شي

شمس‌الدین حقاني چې له ۲۰ کلونو راهیسې د کابل د حبیبیې په عالي لېسه کې تدریس کوي وايي، ولسمشر په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی او ښوونکي اوس هم په لږې تنخوا دندې پر مخ بیايي.

ښاغلی حقاني د یوه ښوونکي کیسه کوي چې په وینا يې د خپل معاش زیاته برخه‌يې ښوونځي ته د راتګ پر مهال په کرایه لګولې:

"یوه ښوونکي راته کیسه کوله چې حقاني صاحب ما ۱۰ افغانۍ لرلې، له کوټې سنګي نه وظیفې ته راتلم، ۵ افغانۍ مې په یوه ملي بس او ۵ مې په بل ملي بس کې ورکړې، بیا حیران شوم چې بېرته کور ته څنګه لاړ شم؟"

ښوونکي په‌داسې حال کې د ژمنو په نه‌عملي کېدو انتقاد کوي چې د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» د دې وزارت د راتلونکو کاري پروګرامونو د تشرېح کولو پر مهال وویل، د ښوونکو د تنخواګانو د لوړولو لپاره‌یې یوه پېشنهادي طرح تیاره کړې ده.

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي په یوه خبري غونډه کې.17 مارچ 2019

نوموړي وویل:

"اوس په پام کې ده دغه طرحه تر دريیو میاشتو پورې ولسمشر صاحب ته واستوو، وبه لیدل شي کومې دغه وړتیاوې د اجراء وړ دي او څومره امکانات لرو چې پر اساس‌یې د ښوونکو تنخواګانې لوړې شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي تعلیمي کال په پیل کې وویل، د ښوونکو د تنخواګانو د لوړولو موضوع ارزول کېږي او په لږه موده کې به ورته ځواب وویل شي.

ښاغلي غني همدا شان ځینو دولتي ارګانونو او په تېره د ښار جوړونې وزارت ته درې میاشتې وخت ټاکلی چې د ښوونکو د استوګن‌ځایونو لپاره یوه طرحه جوړه کړي.

خو دا چې افغان چارواکي به پر خپلو ژمنو عمل وکړي او که نه؟ هغه پوښتنه ده چې د وخت په تېرېدو به ځواب شي.

راپور: خان محمد سیند