د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

د ښوونکو د تنخواوو د ډېرولو طرحه جوړه شوې او ۳ میاشتو کې به عملي شي


د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال.17 اپریل 2019
د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال.17 اپریل 2019

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي د ښوونکو د تنخواګانو د ډېرولو د پیشنهادي طرحې د جوړولو خبر ورکوي او وايي، دغه کار به په راتلونکو درې میاشتو کې عملي شي.

دی دا هم وايي، د ښوونکو د تحصیلي ظرفیتونو د لوړولو پروسه هم په عملي توګه پیل شوې ده.

د پوهنې سرپرست وزیر که څه هم د ښوونکو کموالی یوه ستونزه ګڼي، خو ټینګار کوي چې په روان لمریزکال کې به ۱۱۰۰۰ نوي ښوونکي جذب شي.

میرویس بلخي چې د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» یې د دغه وزارت د راتلونکي کال پروګرامونه او د تېر کال لاسته راوړنې بیانولې وویل، اوس هم د ځینو ولایتونو په یو شمېر ښوونځیو کې له دولسمو ټولګیو فارغان، په تدریس بوخت دي، خو د ده په خبره د ښوونکو د تحصیلي ظرفیتونو د لوړولو پروسه یې په عملي توګه پیل کړې ده.

د ښوونکو د تنخواوو په اړه د چارواکو غونډه
د ښوونکو د تنخواوو په اړه د چارواکو غونډه

نوموړي وویل:

"د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو فارغ ښوونکي غواړو چې د روزنې د داخل خدمت په پروګرامونو کې د کیفیت د لوړوالي روزنه ومومي. غواړو د دولسمو ټولګیو فارغو ښوونکو ته د ۱۴م ټولګیو او د ۱۴م ټولګیو فارغانو ته د ۱۶ ټولګیو پورې د رسېدو اسانتیاوې برابرې کړو، دا لړۍ روانه ده."

ده دا هم وویل په روان لمریز کال کې ۱۲.۲ میلیونه ټوکه کتابونه چاپېږي.

ده وویل، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې شاوخوا ۱۸۵ نوي ښوونځي جوړ شوي او د دولسمو ټولګیو ۳۰۰۰۰ فارغانو الکترونیکي شهادت‌نامې ترلاسه کړې دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېر کال کې یې ۷۵ فیصده بودجه لګولې، خو بیا هم د هېواد د پوهنې په نظام کې ستونزې شته.

د مرکز او ولایتونو په ځینو ښوونځیو کې د میزونو او څوکیو، مسلکي ښوونکو او د درسي کتابونو د کموالي ستونزه اوس هم عمده ستونزې ګڼل کېږي.

بل‌خوا د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري چې ده هم د راتلونکي کال پروګرامونه او د تېر کال لاسته راوړنې تشریح کولې وویل، د لوړو زده‌کړو د تحصیلي نصاب بیا کتنه پیل شوې ده.

ده وویل، تحصیلي څانګې به د کار د بازار له اړتیاوو سره سمې جوړې شي.

دده په خبره تراوسه د ۲۰ تحصیلي څانګو د بشپړېدو کارونه سرته رسېدلي او د ۱۰ نورو د جوړولو کارونه روان دي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ډیپلومونه یوشان ګڼي، خو ټینګار کوي چې خصوصي تحصیلي بنسټونه باید د دغه وزارت له تحصیلي معیارونو سره ځانونه عیار کړي.

د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال.17 اپریل 2019
د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال.17 اپریل 2019

دی وايي:

"موږ وتوانېدو لږ تر لږه شل څانګې له سره ووینو او د لسو نورو کار روان دي، په ټوله کې مو د اړتیاوو پر اساس ۱۶۵څانګې ځانګړي کړي چې کار پرې باید وشي، دا کار ادامه لري، یو شمېر استادان مو د نصاب جوړونې په برخو کې بهر ته لېږلي، څه باندې ۷۰ مالیزیا ته استول شوي وو چې زده‌کړې وکړي او بېرته هېواد ته راستانه شي."

د لوړو زده‌کړو وزیر په‌داسې حال کې پر نصاب د بیا کتنې خبرې کوي چې اکثره محصلین انتقادونه کوي چې تحصیلي نصاب زوړ دی او د وخت اړتیا ته ځواب نه‌شي ویلی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG