د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد يې د لیبیا پر پایتخت طرابلس د متقاعد جنرال خلیفه حفتر د روانو بریدونو مخالفت کوي او په سمدستي ډول د دې بریدونو د درېدو غوښتنه کوي.
په دې اړه نور: د ختیځې لیبیا پوځي ډلې د لیبیا پر طرابلس ښار هوايي بریدونه کړيمایک پامپیو په یوه بیان کې ویلي چې یو اړخیز پوځي عملیات د لیبیا خلک له خطر سره مخ کوي او د لیبیا پر ښه راتلونکې منفي اغېز کوي.
ښاغلي پامپیو ویلي چې د لیبیا شخړه له پوځي لارې نهشي حل کېدای او همدې ته په پام متحده ایالات د دې هېواد پر مشرانو غږ کوي چې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب سیاسي خبرو اترو ته مخه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې سیاسي جوړ جاړی د لیبیا د خلکو د یووالي یوازنۍ لار ده او له همدې لارې د لیبیا ټول خلک له امنیت، ثبات او شفافیت نه برخهمند کېدای شي.
د لیبیا د ملي یووالي حکومت ویلي چې د روانې اپرېل میاشتې له ۴مې نېټې څخه په مرکز طرابلس کې د جګړو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي چې ملکیان هم پهکې شامل دي.
د صدراعظم فائز السراج په مشرۍ د لیبیا حکومت چې د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼشمېر هېوادونهيې تر شا دي، نن اعلان وکړ چې د خلیفه حفتر د ځواکونو پر ضد يې ځوابي بریدونه پیل کړي دي.
جنرال خلیفه حفتر د لیبیا په ختیځ تبروک ښار کې له خپل لوري مستقله اداره اعلان کړې ده.
روسیه، متحده عربي امارات او مصر هغه درې هېوادونه دي چې له متقاعد جنرال خلیفه حفتر څخه ملاتړ کوي.
بل لور ته په افریقا کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې ویلي چې له لیبیا به امریکايي سرتېري چې د داعش پر ضد مبارزه کې له محلي ځواکونو ملاتړ کوي، د امنیتي اندېښنو له امله وباسي.