د ناټو عمومي منشي: د «ناټو تړون» په نړۍ کې تر ټولو بریالۍ تړون دی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په واشنګټن کې د خبرو پر مهال

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا کانګرس ګډې غونډې ته د اپرېل په درېیمه وینا وکړه.

سټولټنبرګ پر هغو ګواښونو خبرې وکړې چې دا تړون اوس‌مهال ورسره مخامخ دی.

سټولټنبرګ دا وینا د ناټو تړون د اویا کلنۍ په مناسبت وکړه.

ناټو تړون تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۹ میلادي کال کې وشو.

هغه مهال د نړۍ ۱۲ مقتدر هېوادونه په واشنګټن کې راغونډ شول او د شمالي اتلانتیک تړون په نوم سازمان یې جوړ کړ.

د امریکا غږ په حواله، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونه، په اروپا کې د روسیې خصمانه سیاست، د اوکراین اشغال او پر نړیوالو تړونونو د روسیې مکرر تیری هغه ستونزې دي چې ناټو ورسره مخامخ ده.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال

د ناټو عمومي منشي وویل چې دا په نړۍ کې تر ټولو بریالۍ تړون دی.

ینس سټولټنبرګ وویل چې دوی د روسیې انزوا نه غواړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د روسیې سره ښه روابط غواړو حتی د ښو اړیکو پرته، موږ مجبور یو چې دا سخته رابطه وپالو، نو موږ باید خبرې وکړو او خبرې کوو . موږ غواړو چې خطر کم شي، د حوادثو، تصادفونو او ناسمو محاثبو مخنیوی وکړو."

د امریکا د کانګرس غړو هم څرګنده کړه چې دې ګواښ ته متوجه دي.

په دې اړه نور: د ناټو تړون کالیزه: افغانستان یوه مدرنه او خوځنده ډموکراسي ده

د کانګرس ډېرو غړو د ناټو په اړه د امریکا د جمهور رئیس د خبرو کولو له وړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ناټو د وتلو خبرداری ورکړی دی.

ټرمپ مکرراً د ناټو پر غړو غږ کړی چې د دې سازمان د مصارفو ډېر بار یې پر امریکا ور اچولی او باید خپله ونډه ادا کړي.

د امریکا د پرمختګ مرکز په نوم تحقیقاتي ادارې غړي جېمز لموند ویلي چې سټولټنبرګ د ولسمشر ټرمپ سره د اړیکو په ساتلو بریالی شوی دی.

په دې اړه نور: سټولټنبرګ: د ناټو ځواکونه به د اړتیا تر وخته په افغانستان کې وي

جېمز لېموند ویلي، دا چې هغه د کانګرس د دواړو ګوندونو ګډې غونډې ته وینا وکړه څرګندوي چې په جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو کې د ناټو پلویان زیات دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال، مایک پنس ویلي دې ته چې ټرمپ د ناټو پر غړو غږ کوي چې خپله ونډه ادا کړي د ازادۍ نړۍ مشرتابه ویل کېږي.

د ناټو هر غړی باید د خپلو اقتصادي عوایدو دوه فیصده د دې تړون پوځي لګښت ته ورکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په واشنګټن کې وویل چې یوازې اته غړي دا کار کوي، خو ده وویل، دا هم تغییر کولای شي.