د افغانستان د سولې په اړه د يو لړ پرمختګونو سره هممهاله د امریکايي او پاکستاني چارواکو لهخوا پر يو بل نیوکو هم زور اخیستی دی.
پهداسې حال کې چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راشي، د امریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ په ټولنیزو رسنیو کې پر يو بل انتقادونه زیات شوي دي.
د دغو غبرګونونو په لړ کې تازه خبره د پاکستان د بشري حقونو د وزیرې شیرین مزاري ده چې په کابل کې یې د امریکا سفیر په ناپوهۍ تورن کړی دی.
Clearly you little pygmy your knowledge of ball tampering is as void as your understanding of Afghanistan and the region! Clearly in your case ignorance is certainly not bliss! Another sign of Trumpian mischief a la Khalilzad style! https://t.co/ZOySvWJNDq
— Shireen Mazari (@ShireenMazari1) March 27, 2019
اغلې شیرین پهخپل ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د کرکټ، افغانستان او سیمې په اړه د ښاغلي بس پوهه کمه ده.
هغې دا ناپوهي د "خلیلزاد سټایل ټرمپي شرارت" یوه نښه بللې ده.
له دې وړاندې، په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس د پاکستان د صدراعظم عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې پر ټویټر نوموړي ته لیکلي و چې د کرکټ ځيني اصول په ډیپلوماسۍ کې کار کوي او ځیني یې نهکوي.
Some aspects of #cricket apply well in diplomacy, some do not. @ImranKhanPTI, important to resist temptation to ball-tamper with the #Afghanistan peace process and its internal affairs. #AfgPeace
— John R. Bass (@USAmbKabul) March 27, 2019
په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ګارت بېلي د جان بس ټویټ، ري ټویټ کړی او ویلي یې دي:
"زه داسې احساس کوم چې دا کار باید ما کړی وی."
As a Brit, I feel I should have said that. https://t.co/ngTDDKKHVb
— Gareth Bayley (@GarethBayleyFCO) March 27, 2019
د دواړو لورو ترمنځ دا انتقادونه وروسته له هغه تبادله کېږي چې د روانې میلادي مارچ میاشتې په ۲۵مه د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلاماباد کې د څرګندونو پر مهال د افغانستان د حکومت دریځ د افغانستان د سولې په وړاندې خنډ وباله او ويېویل چې د یو بېطرفه مؤقت حکومت جوړېدل د افغانستان د ستونزې د هواري یوازنۍ لار ده.
پاکستان د امریکا په مرستو ژوندی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې، د امریکايي او پاکستاني چارواکو لهخوا پر يو بل دا تُند غبرګونونه د افغانستان د سولې په بهیر څه اغېز لري؟
د نړیوالو اړیکو کارپوه داوود مایار دې پوښتنې ته ځواب وايي:
"د پاکستان په بهرني سیاست او ډيپلوماسۍ کې موږ دا توان نهوینو چې د امریکا په شان ابر قدرت سره په شخړه کې ښکېل شي، پاکستان تل له امریکا تموېلېږي او پاکستان د امریکا په مرستو ژوندی دی، د افغانستان د سولې په موضوع کې واشنګټن، مسکو او اسلاماباد هوکړې ته رسېدلي دي، ځکه دا سولې د ټولو په ګټه ده، کوم اختلافات چې رامنځته شوي زما په اند يوازې رسنیز دي."
Your browser doesn’t support HTML5
له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پاکستان د صدر اعظم د څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې اسلاماباد د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري کړې، خو د عمران خان وروستۍ څرګندونې ګټورې نهدي.
د پاکستان د صدراعظم دغو څرګندونو ته د افغانستان حکومت هم تُند غبرګون وښود او په کابل کېیې د پاکستان د سفیر مرستیال د احضارولو تر څنګ له اسلاماباده خپل سفیر هم کابل ته د مشورو لپاره راوغوښت.
په دې اړه نور: افغانستان له اسلاماباده خپل سفیر ورغوښتیخو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا د افغان حکومت دا پرېکړه چې خپل سفیر یې له اسلاماباده کابل ته غوښتی دی، «غیر سنجیده» بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدا شان د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د عمران خبرې ناسمې تعبیر شوي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د خپلو سفرونو نوې لړۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون ۷ هېوادونو ته پیل کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د سفرونو دا لړۍ پهداسې حال کې پیلېږي چې پر زلمي خلیلزاد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له انتقادونو وروسته واشنګټن له ښاغلي محب سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.
يوې باوري سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی خلیلزاد د شنبې په ورځ کابل ته راځي، خو دا لا نهده معلومه چې د افغان چارواکو او خلیلزاد ترمنځ په خبرو کې به ښاغلی محب ګډون ولري او که نه؟
راپور: محمد واصل وصال