ایران وايي، له لبنانه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو له غوښتنې سره سره به دوی له لبنان سره اړیکې پراخې کړي.
د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې تهران وايي، له بېروته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو د غوښتنې سربېره چې دوی پاروونکې او لاسوهونکې یاده کړې له لبنان سره اړیکې پراخوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون د پامپیو خبرې رد کړې او ویېویل:
"متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې د خپلو ناکامیو په خاطر د وېرې او ترهې زړې وسلې ته لاس اچولی، څو خپلې پالېسۍ په نورو هېوادونو تحمیل کړي."
قاسمي دا خبرې پرون په یوه ټلوېزیون بیان کې وکړې.
هغه وویل، ایران د لبنان ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او تر خپلې وسې په لبنان کې د یووالي د ساتلو او له دغه هېواد سره د خپلو اړیکو د خوندیتوب په خاطر هڅه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جمعې په ورځ لبنان ته تللی و او دا هېواد یې وهڅاوه چې له تهرانه واټن ونیسي.
پامپیو چې د منځني ختیځ څو هېوادونو ته د ایران په وړاندې د ملاتړ د جلب په خاطر سفر کړی و، وویل:
"سپینهیې وایم لبنان او لبنانیان یو انتخاب لري، یا په مېړانه د یوه خپلواکه ملت په توګه مخته لاړ شي یا دا چې د ایران او حزبالله تورو هڅو ته اجازه ورکړي، څو یې راتلونکی ورته وټاکي."
حزبالله ډله چې په لبنان او سیمه کې یې نفوذ پراخ دی په لبنان کې له ۳۰ وزارتونو درې په واک کې لري او د دغه هېواد په سیاست کې یې هم خبره ښه چلېږي.
حزبالله ډله په ۱۹۸۲ کال کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په مرسته تأسیس شوه.
له ایران سره په ګډه دغه ډله په وروستیو څو کلونو کې د سوریې په کورنۍ جګړه کې ښکېله ده او د بشار اسد د رژیم د مخالفو ملېشه ډلو او داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې په وړاندې جنګېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي دا هم ویلي:
"حزبالله یو قانوني او منل شوی ګوند دی او پامپیو څنګه کولای شي چې د دغه ګوند په اړه ناسمې څرګندونې وکړي؟"
د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ هغه وخت زیات شو چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر میلادي کال له ایران سره له اټمي تړونه امریکا وایستله او ورپسې یې څو واره په دغه هېواد کلک بندیزونه ولګول.
راپور: صفيالله ستانکزی