په افغانستان کې نن جمعه پهداسې حال کې د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې یو شمېر ښځې اندېښنه لري چې د سولې په خبرو کې به د دوی پر حقونو معامله وشي.
په دې اړه نور: د افغان ښځو ونډه د سولې په خبرو کې څومره مهمه ده؟خو د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني وايي چې اوس وخت بدل شوی او افغان ښځې اجازه نه ورکوي چې د دوی پر حقونو څوک معامله وکړي.
نوموړې زیاته کړه:
"پرونی افغانستان نهدی، کلونه تېر شوي، په ۱۹۹۶ میلادي کې چې دوی «طالبان» واک ته ورسېدل په افغانستان کې یو ډول ګډوډي او ویراني وه، حکومت نهوو، اردو نهوه، هېڅ شی نهوو. خو اوس د هغه مهال خلاف په تېرو ۱۷ – ۱۸ کلونو کې حکومت او سیسټم رامنځته شو، اوس وضعیت ډېر بدل شوی دی، هماغه وخت چې طالبان واکمن شول، ښځې ډېرې منزوي وې خو اوس ښځې ډېر قوي حضور لري."
Your browser doesn’t support HTML5
مېرمن غني له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې همدا راز وویل چې ښځو په خپله خپل غږ پورته کړی دی.
په دې اړه نور: د مارچ اتمه او د ښځو د ژوند د ښهوالي لپاره تازه ژمنې!د قطر په دوحه کې د طالبانو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو ترمنځ خبرې روانې دي. پهدې خبرو کې د افغانستان حکومت ګډون نهلري.
په همدې حال کې د بخښنې نړیواله موسسه وايي، د طالبانو د واکمنۍ په مهال ښځې په کور کښېنول شوې وې، بشري حقونه ترې اخېستل شوي وو، خو اوس افغان ښځې ځانګړی وزارت لري چې په ټولو ولایتونو کې ریاستونه لري.
دې موسسې په ۲۰۰۹ میلادي کال د ښځو د حقونو د دفاع کوونکو د هلوځلو په نتیجه کې په افغانستان کې د ښځو خلاف د تشدد د پای ته رسېدا د قانون د تصویب یادونه هم کړې ده.
په دې اړه نور: بيبي ګل غني: د سولې په مذاکراتو کې د مېرمنو لاسته راوړنو ته اندېښنه نهلرممېرمن غني هم په افغانستان کې د ښځو د بریاوو یادونه کوي او وايي چې دا پرمختګونه په شا نهشي تمبول کېدای:
"اوس ښځې په ټولنه کې ډېرې فعالې دي؛ په ټولو سطحو کې، که سیاست وي یا ټولنه یا اقتصاد، دوی موجودې دي اوس یې څوک حذف کولی نه شي."
د بخښنې د نړیوالې موسسې د جنوبي اسیا کمپاینره سمیرا حمیدي وايي په تېرو ۱۷ کلونو کې هغه بریاوې چې افغان ښځو په سخته ترلاسه کړي باید په هيڅ قیمت له لاسه ونه وځي.
د بخښنې نړیواله موسسه وايي چې لاهم افغان ښځې له تشدد سره مخامخ دي او د جګړې د قربانیانو یوه لویه برخه بېګناه ښځې تشکیلوي.