پاکستان نن پر هند تور ولګاوه چې پوځي الوتکې یې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د پاکستان هوايي قلمرو ته ننوتې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې هندۍ الوتکې د کشمیر بالاکوټ سیمې ته نږدې د کنټرول له کرښې واوښتې، خو دی زیاتوي چې د پاکستان هوايي ځواکونو د هندي الوتکو پر وړاندې غبرګون وښود.
جنرال غفور وايي چې هندي الوتکو څو بمونه وغورځول او بیا په بېړه وتښتېدلې.
د نوموړي په وینا دې بمبارۍ تلفات نهدرلودل.
یوه هندي خبري اژانس راپور ورکړی چې د هند جنګي الوتکو نن سهار د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د جيش محمد ډلې د یو مرکز په ګډون د ترورېستانو پر څو اهدافو هوايي حملې وکړې.
د هند حکومت او پوځ دا خبر تر اوسه نهدی تأیید کړی.
د پاکستان او هند په اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې نږدې دوه اوونۍ مخکې په هندي کشمیر کې د هند د دولتي ملېشه ځواکونو له ۴۰ زیات سرتېري په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.
جیش محمد ډلې چې مرکزونهیې په پاکستان کې دي، د دې حملې مسؤلیت ومانه.