د کندز د امنیه قوماندانۍ چارواکي پهدې ولایت کې په روان کال کې د جنایي پېښو په تړاو د شااوخوا ۴۰۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعامالدین رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د روان کال له پیل راهیسې د امنیه قوماندانۍ د جنایي او استخباراتي ادارو کار کوونکو د دې ولایت په مختلفو برخو کې د غلا، سړي تښونې، قتل او ترور د پېښو په تړاو له ۴۰۰ زیات کسان نیولي دي.
چارواکي په کندز کې د جنايي پېښو په تړاو د دغو تورنو کسانو د نیول کېدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې د کندز اوسېدونکو پهدې وروستیو کې امنیتي مسؤلین تورن کړي چې د نا امنیو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.