افغانستان سبا د ايرلنډ په وړاندې دويمه شل اووره مسابقه کوي

افغانستان سبا شنبه د ايرلنډ په وړاندې خپله دويمه ٢٠ اووره مسابقه کوي.

افغانستان له ايرلنډ څخه خپله لومړۍ مسابقه چې پرون وشوه، په پنځو ويکټو وګټله.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادۍ راډيو ته وويل، دواړه هېوادونه به څو پنځوس اووره او يوه ټيسټ لوبه هم وکړي:

”د کرکټ ملي لوبډله د ايرلنډ د کرکټ له لوبډلې سره ٣ شل اووره، ٥ پنځوس اووره او يوه ټيسټ لوبه کوي. دا ټولې لوبې به د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.“

سبا به د هندوستان په دِهرادُن کې د افغانستان پر وخت دواړه ټيمونه د مازيګر پنځه نيمې بجې د مسابقې ډګر ته وځي.

د مسابقو دغه لړۍ به د مارچ مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې دوام کوي.