ايران پراخ پوځي تمرينات پيل کړل

د ايران سمندري ځواکونو نن د فارس خليج په څنډه کې پراخ پوځي تمرينات پيل کړل.

په دغو تمريناتو کې به د لومړي وار لپاره د کروز ميزاييلو په توغوونکو سمبال اوبتل هم برخه ولري.

د ايران دولتي اژانس ايرنا ويلي، په دغو درې ورځنيو تمريناتو کې چې په هرموز تنګي او هند سمندرګي کې کېږي، څه باندې ١٠٠ کښتۍ شاملې وي.

د ايران د سمندري ځواکونو قوماندان اميرالبحر حسين خانزادي نن له دولتي ټلويزيونه په وينا کې وويل:

”په دغو مانورونو کې د يو لړ خطرونو په وړاندې د مقابلې تمرينات، د وسلو ازمويل، دغه راز د تجهيزاتو او پرسونل د چمتووالي ارزونه کېږي.“

د ايران دولتي رسنۍ وايي پوځ به په ايران کې د فاتح په نوم جوړ شوى اوبتل هم وازمويي، چې تېره اوونۍ يې فعاليت پيل کړ او په کروز ميزاييلو سمبال دى.