امریکا: پاکستان دې په هندي کشمیر کې د تېرې اوونۍ د برید عاملانو ته سزا ورکړي

په هندي کشمیر کې د دغه هېواد پر سرتېرو د برید یو انځور

د امریکا متحده ایالاتو له پاکستانه وغوښتل چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د تېرې اوونۍ د ځانوژونکي برید عاملانو ته سزا ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستيال ویاند رابرټ پالادینو پرون خبریالانو ته وویل:

"موږ د هند له حکومت سره له نږدې په ارتباط کې يوو، څو نه‌یوازې ورسره خواخوږي څرګنده کړو، بلکې خپل کلک ملاتړ څرګند کړو چې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کوي، موږ له پاکستانه غواړو چې د دې حملې په څېړنه کې بشپړه همکاري وکړي او عاملان‌یې که هر څوک وي، ورته سزا ورکړي."

د هندوستان او امریکا ملي بیرغونه

هند هم له پاکستانه غوښتي چې د تېرې اوونۍ د حملې د عاملانو په وړاندې پرېکنده او ښکاره اقدام وکړي او د پاکستان د صدراعظم عمران خان هغه وړاندیز یې هم رد کړی چې ویلي یې وو، که نوې ډېلي ورته هر ډول شواهد وړاندې کړي، په اړه به‌یې څېړنه وکړي.

تېره پنجشنبه د کشمير د لانجمنې سيمې په پلوامه کې د هند د امنيتي ځواکونو ٤٠ غړي ووژل شول.

د حملې مسؤليت په پاکستان کې دېره جيش محمد افراطي ډلې منلى دى.

دا حمله په څو لسيزو کې تر ټولو خونړۍ بلل شوې.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون له هند او پاکستانه وغوښتل چې په خپلو کې د کړکېچ د کمولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

ملګري ملتونه وايي، که دواړو هېوادونو غوښتي وي، دغه اداره کولای شي چې د دې کړکېچ په هواري کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریچ وویل:

"ظاهراً د هندوستان او پاکستان ترمنځ عمومي وضعيت ته په کتو، په پلوامه کې د فبرورۍ په ١٤مه د هند پر پوځي پرسونل تر حملې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ زياتېدو ته ژوره اندېښنه لرو، د ملګرو ملتونو سرمنشي دا مهمه ګڼي چې دواړه لوري له زغمه کار واخلي او د کړکېچ د کمولو لپاره سمدستي اقدام وکړي، د ملګرو ملتونو دفترونه د دواړو ترمنځ منځګړيتوب ته تیار دي."

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان وليعهد د سې شنبې ناوخته نوې ډېلي ته رسېدلى دى.

محمد بن سلمان نن چهارشنبه وويل، هندوستان ته به‌يې سفر د نوې ډېلي او رياض ترمنځ زړې اړيکې بهترې کړي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د وليعهد د هرکلي لپاره رسمي مراسم ترتيب شوي وو.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

​محمد بن سلمان هلته په خپله لنډه وينا کې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته کومه اشاره ونه‌کړه.

د سعودي عربستان وليعهد تر دې مخکې په پاکستان کې و چې هلته‌يې له پاکستاني چارواکو سره د ٢٠ ميليارده ډالرو په ارزښت د ځينو پروژو تړونونه لاسليک کړل.

د سعودي وليعهد به له هندي چارواکو سره د پانګونې، ګرځندوی، کور جوړونې او ارتباطاتو په برخو کې څو موافقې لاسليک کړي.